۵. پوښتنه: پر تا د الله تعالی د ځینو نعمتونو یادونه وکړه؟

ج – ۱ – د اسلام نعمت، او دا چې ته له کافرانو څخه نه یې.

۲- د سنت نعمت، او دا چې ته له بدعتیانو څخه نه يې.

۳- د صحت او روغتیا نعمت، دا چې اورې، ګورې، ګرځې، او داسې نور.

۴- د خوراک، څښاک او جامو نعمت.

او پر موږ باندې د الله تعالی نعمتونه بې شمېره او بې حسابه دي.

الله تعالی فرمايي: ﴿وإن تَعُدُّوا نِعۡمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَاۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 18﴾

او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة النحل: ١٨].