ج - - «الله أكبر، الله أكبر، الله أكبر ﴿سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13 وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ 14﴾، اللهم إنا نسألك في سفرنا هذا البر والتقوى ومن العمل ما ترضى، اللهم هون علينا سفرنا هذا، واطو عنا بعده، اللهم أنت الصاحب في السفر، والخليفة في الأهل، اللهم إني أعوذ بك من وعثاء السفر، وكآبة المنظر، وسوء المنقلب، في المال والأهل».
ج - "الله لوی دی، الله لوی دی ، الله لوی دی. پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا (سوارلۍ) تابع كړې ده او مونږ د هغه مهاروونکي نه یو(۱۳). او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو. یا الله په دې سفر کی ستا نه د نیکیو او تقوا غوښتنه کوو او هغه عمل چې ستا خوښ وي، یا الله مونږ ته دغه سفر آسانه کړې، او ددې سفر اوږد والی له مونږ څخه لرې کړې، اې الله ته په سفر کې ملګری یې او په کور کی سرپرست یې، اې الله زه تا ته پناه وړم د سفر له سختیو، له زړه بوګنوونکي منظر او کور ته د ستنیدو پر مهال له ناوړه پېښې څخه په مال او اولاد کې.
او کله چې بیرته راستون شي، همدغه دعا دې ووایي، او زیاته دې کړي:
«آيبون، تائبون، عابدون، لربنا حامدون»
"مونږ په خیر راغلو، له ګناهونو څخه توبه کوونکي، د الله خاص عبادت کوونکي، او د الله په نعمتونو شکر ویستونکي" مسلم روایت کړی.