۱۹. پوښتنه: سهار او ماښام کوم اذکار وایې؟

ج-۱- آیت الکرسي لوستل: ﴿اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ 255﴾

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى(۱)، ډېر لوى دى. [سورة البقرة: ٢٥٥]. ٢- او دا قرائت کوم: بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1

(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى اللَّهُ الصَّمَدُ 2

هم دا الله بې نیاز (بې حاجته) دى لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3

نه يې (څوك) زېږولى دى او نه دى (له چا) زېږول شوى دى وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4﴾

او د ده هیڅوك سیال (او) برابر نشته دری ځلې. بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1

(اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ 2

د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى. وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3

او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4

او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾

او د کینه كوونكي له شر څخه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي دری ځلې. بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ ﴿قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ 1

(اى نبي) ته ووایه: زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم مَلِكِ النَّاسِ 2

چې د خلقو بادشاه دى إِلَهِ النَّاسِ 3

د خلقو (حقیقي) معبود دى مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ 4

له شره د وسوسې اچوونكي، تښتېدونكي الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ 5

هغه چې د خلقو په سینو كې وسوسې اچوي مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ 6﴾

چی (دغه وسوسې اچوونكي) له پېریانو او انسانانو ځنې دي دری ځلې. ٣- «اللهم أنت ربي لا إله إلا أنت، خلقتني وأنا عبدك، وأنا على عهدك ووعدك ما استطعت، أعوذ بك من شر ما صنعت، أبوء لك بنعمتك علي، وأبوء بذنبي، فاغفر لي، فإنه لا يغفر الذنوب إلا أنت»

۳- ای الله! ته زما رب یې، له تا پرته بل معبود نشته، تا زه پیدا کړی یم او زه ستا بنده یم او زه ستا په هوكړې او وعدې باندې تر هغه حده پابند یم چې زه یې توان لرم، زه له تا څخه پناه غواړم له هر هغه څه چې ما کړي دي، پر ما باندې ستا د احسان اعتراف کوم، او په خپله ګناه اقرار کوم، نو ما ته بخښنه وکړه، ځکه چې له تا پرته بل څوک ګناهونه نه بخښي. بخاري روایت کړی.