ج-
۱- امانت د الله تعالی د حقونو په ساتلو کې.
شکلونه یې: امانت د عبادت په ادا کولو کې له: لمونځ، زکات، روژې، حج، او همداسې نورو کارونو څخه چې الله پر مونږ باندې فرض كړي دي.
۲- د خلکو د حقونو په ساتلو کې امانت:
·د خلکو ناموس ساتل.
·او د هغوی مالونه.
·او د هغوی وینې.
· او د هغوی رازونه، او ټول هغه څه چې خلکو درته د امانت په توګه سپارلي دي.
الله تعالی د بریالیو خلکو د ځانګړتیاو په بیانولو کې فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ 8﴾
او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو رعایت كوونكي دي [سورة المؤمنون: ٨].