۳۰. پوښتنه: هغه لاملونه ذکر کړئ چی پر مټ یې مسلمان په ځان کې غوره اخلاق درلودلی شي.

ج-۱- دعا کول، چې الله تا د ښو اخلاقو خاوند کړي او په دې کې درسره مرسته وکړي.

۲- د الله جل جلاله څارنه او دا چې هغه ذات پر تا باندی پوه دی، ستا اوري او تا ویني.

۳- په یاد لره چې غوره اخلاق ثواب لري، او جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي.

۴- د بد اخلاقو عواقب په یاد ولره او دا چې اور ته د ننوتلو لامل دي.

۵- ښه اخلاق د الله جل جلاله سره مينه او د مخلوق سره مينه پيدا کوي، او بد اخلاق د الله جل جلاله او د مخلوق کرکه راپاروي.

۶- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت لوستل او د هغه پیروی کول.

۷- له ښو خلکو سره ملګرتیا او د بدو خلکو له ملګرتیا ډډه کول.