۳. پوښتنه: اخلاق له کوم ځای څخه باید واخلو؟

ج- له قرآن کریم څخه، الله تعالی فرمایلي دي: ﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾

بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده [سورة الإسراء: ٩]. او د سنت څخه: څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: «إنَّما بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صالحَ الأَخلاقِ»

"زه د ښو اخلاقو د بشپړولو لپاره رالېږل شوی یم" احمد روایت کړی.