ج – لکه لعنت ویل او ښکنځلې کول.
او یا داسې چی څوک ووایی "حیوان" یا ورته الفاظو په څیر.
یا په فحش او بدو الفاظو سره شرمګاه یادول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې ټولو څخه منعه کړې ده او فرمايي: "مؤمن طعنه ورکونکی او لعنت ویونکی نه وي او نه ښکنځل کوونکي، او بد ژبی" ترمذي او ابن حبان روایت کړی دی.