ج-۱- حق باندې تکبر، او هغه د حق ردول او نه منل دي.
۲- په خلکو تکبر، او هغه دا چې هغوی کم ګڼل او سپکاوی یې کول.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: "د هغه چا په زړه کې چې د ذرې په اندازه کبر وي جنت ته به داخل نشي." یو سړي وویل: آیا یو سړی دا خوښوي چې جامې یې ښې وي او بوټونه یې ښه وي؟ هغه وویل: "الله ښکلی دی او ښکلا خوښوي، تکبر: حق نه منل او خلکو ته په سپکه کتل دی." مسلم روایت کړی.
- بَطَرُ الحَقِّ: د حق رد کول، یا د حق څخه انکار کول.
- غَمْطُ النَّاسِ: خلکو ته په سپکه کتل.
- ښې جامې او ښه بوټان تکبر نه دی.