ج- له نورو څخه د نعمت د لرې کیدلو تمه ساتل او یا په نورو د لورینې بد ګڼل.
الله تعالی فرمایلی دی: ﴿وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5﴾ [سورة الفلق: ٥].
او د کینه كوونكي له شر نه كله چی دى کینه (شروع او ښكاره) كړي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "له یو بل سره دښمني، کینه او مخالفت مه کوئ، او یو بل سره - د الله بندګان - وروڼه شئ" بخاري او مسلم روایت کړی دی.