ج- د الله تعالی سره مینه.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ آَمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ﴾
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي [سورة البقرة: ١٦٥].
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه.
هغه وویل: « قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نه شی کیدلای تر څو چې زه ورته له پلار او زوی څخه ګران نه شم». بخاري روایت کړی دی.
له مؤمنانو سره مينه کول او د هغوی لپاره داسې ښېګڼه خوښول لکه د ځان لپاره.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په تاسو کې هیڅوک تر هغې پوری مؤمن نه شي جوړيدلی چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي." بخاری روایت کړی دی.