۱۴. پوښتنه: د مهربانۍ د خوی ډولونه بیان کړئ؟

ج – پر لویانو مهرباني او د هغوی احترام.

- پر کوچنیانو او ماشومانو مهرباني.

- پر فقیر، مسکین او اړمن مهرباني.

- پر حیواناتو مهرباني، په خوراک ورکولو او زیان نه رسولو سره.

په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده: " مؤمنان په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د بدن په څیر دي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي." د بخاری او مسلم روایت. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: " رحم کوونکو باندی الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ ترڅو هغه ذات چې په آسمانونو کې دي پر تاسو رحم وکړي." ابو داود او ترمذي روایت روایت کړی دی.