۱۳. پوښتنه: دا حدیث بشپړ کړئ «من حسن إسلام المرء ...»، او ځینې ګټې یې ذکر کړئ

ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «من حسن إسلام المرء: تركُه ما لا يعنيه»

"د انسان د ښه اسلام نښه داده چې: پرېښودل د هر هغه څه چې هغه پورې اړه نه لري." ترمذي او نورو روایت کړی.

د حدیث ګټې:

۱- د هغه څه پرېښودل چې د نورو په دين او دنياوي چارو کې د يو کس مربوط نه وي.

۲- پرېښودل د هغه څه چې د انسان پورې اړه نه لري، دا د هغه د اسلام له کمال څخه دي.

*څوارلسم حدیث: