ج – د اودس سنتونه: هغه دي که ویې کړل؛ هغه ته اضافي اجر او ثواب دی، او که چېرته یې پرېښودل نو ګناه پرې نشته، او اودس یې صحیح دی.
۱- تسميه: بسم الله ويل.
۲- مسواک وهل.
۳- د لاسونو مینځل.
۴- د ګوتو خلالول.
۵- د اعضاوو دوه او درې ځلي مينځل.
۶- له ښي خوا پیل کول.
۷- له اودس څخه وروسته دعا: «أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله».
"زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازې دی او شریک نه لري، او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی"
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.
۸- له هغه وروسته دوه رکعته لمونځ کول.