ج – دا هغه څه دی چی د مسلمان اودس نه صحيح کيږي که يو يې پريږدي.
۱- د مخ مينځل، سره له مضمضې او استنشاق.
۲- د لاسونو مینځل تر څنګلو پورې.
۳- د غوږونو په شمول د سر مسح کول.
۴- د پښو مینځل تر ښنګرو پورې.
۵- د غړو تر مينځ ترتیب مراعاتول، لکه د مخ مينځل، بيا لاسونه، بيا د سر مسح، او بيا د پښو مينځل.
۶. موالات: یعنی په دوامداره توګه اودس کول، پرته له وقفې څخه تر څو چې د اوبو څخه غړی وچ شي.(یعنې مخکې لدې چې مخکې غړی وچ شي باید ورپسې نور غړي ژر ومینځل شي)
– لکه دا چې نيم اودس وکړي او نیم یی بل وخت پوره کړي، نو په دې شکل باندې اودس ي صحيح نه دی.