۴. پوښتنه: اودس څنګه کوې؟

ج- درې ځلې لاسونه مينځل.

درې ځلې مضمضه(خولې ته اوبه اچول)، استنشاق (پوزې ته اوبه اچول) او استنثار کول ( له پوزې څخه بیرته د اوبو سوڼکول).

مضمضه، د خولې مینځل: په خوله کې اوبه اچول، او د هغې اړول راړول او بېرته راویستل.

استنشاق، په ښې لاس سره پزې ته د هوا په کش کولو سره اوبه اچول.

استنثار، له پزې څخه اوبه ایستل: د استنشاق نه وروسته په چپ لاس له پزې څخه د اوبو ایستل دي.

بیا درې ځلې مخ پرېمینځل.

بیا لاسونه سره د څنګلو درې ځلې پرېمینځل.

بیا سر مسح کول،په لاسونو دې چې مخکې او وروسته یې کش کړې، او غوږونه مسح کړې.

بیا درې ځلې خپلې پښې سره د ښنګرو ومینځئ.

دا بشپړ اودس دی، او دا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په بخاري او مسلم کې په احادیثو ثابت دی چې له عثمان، عبدالله بن زید او نورو څخه روایت شوی دی. او د هغه څخه په بخاري او نورو کې هم ثابت دي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم يو یو ځل اودس وکړ، او دوه دوه ځله يې اودس وکړ، يعنې: د اودس هر غړی يې يو يا دوه ځلې ومينځه.