۳۷. پوښتنه: روژه تعریف كړئ ؟

ج- الله جل جلاله ته د عبادت کولو په موخه د روژې د ماتونکو څيزونو څخه لاس نیول دي له سهاره تر لمر لوېدو پورې د نيت سره، او هغه په دوه ډوله ده:

فرضي روژې: لکه د رمضان د میاشتې روژه چې د اسلام له ارکانو څخه ده.

الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 183﴾

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ. [سورة البقرة: 183].

او غیر فرضي روژې: لکه د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې روژه، او د هرې میاشتې د ایام البیض درې ورځې روژه نیول دی، چې غوره یې د هرې قمري میاشتې (۱۳، ۱۴، ۱۵) ورځې دي.