۳. پوښتنه: د اودس فضیلت څه دی؟

ج- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "کله چې یو مسلمان بنده " - یا "مومن" - اودس وکړي، "بیا خپل مخ ومینځي؛ هره ګناه چې هغه په خپلو سترګو لیدلې وي له اوبو سره د هغه له مخ څخه وځي" - یا " د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - " او هر کله چې خپل لاسونه ومینځي، د هغه له لاسونو څخه هره هغه ګناه چې لاسونو سره یی کړي وي په اوبو سره د هغه له لاسونو څخه وځي" - یا "د اوبو په وروستي څاڅکي سره" - کله چې هغه خپلې پښې ومینځی؛ هره ګناه یې چې په پښو سره ورتګ کړی وي د اوبو سره د هغه له پښو څخه وځي " - یا "د اوبو د وروستي څاڅکي سره" - "تر هغه چې هغه له ګناهونو پاک شي." مسلم روایت کړی.