۲۸. پوښتنه: د اونۍ غوره ورځې کومې دي؟

ج- د جمعې ورځ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: په ورځو کې غوره ورځ ستاسو د پاره جمعه ده، پدې کې آدم پيدا شوی او پ همدې کې وفات شوی، په همدې ورځ صور(شپیلۍ) غږول کیږي او په همدې ورځ به عمومي مرګ وي(قیامت)، نو پر ما باندې زيات درود ووایئ، ځکه چی ستاسو درود ما ته وړاندې کېږي. هغه وایی: هغوی وویل: ای د الله رسوله، زموږ درود څنګه تاته وړاندې کېږي، حال دا چې ته خاورې شوی یی؟ - وايي خاوری شوی یی - هغه وویل: "الله جل جلاله پر ځمکه د پیغمبرانو جسدونه حرام کړي دي." ابو داود او نورو روایت کړی.