۲۱. پوښتنه: سنت (۱)لمونځونه کوم دي؟ او فضیلت یې څه دي؟

ج – دوه رکعته مخکې له سهارد لمانځه نه.

څلور رکعته له ماسپښین نه مخکې.

دوه رکعته له ماسپښین نه وروسته.

دوه رکعته د ماښام د لمانځه نه وروسته.

دوه رکعته د ماخستن د لمانخه نه وروسته.

فضیلت یی: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: چا چې په شپه او ورځ کې دولس رکعته نفل(۱) لمونځ ادا کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي. مسلم، احمد او نورو روایت کړی.