۲۵. پوښتنه: مسلمان به څنګه لمونځ کوي؟

ج- د لمانځه طریقه :

۱- په ټول بدن سره قبلې ته مخامخ کېدل، پرته له انحراف او یو خوا او بل خوا کتلو څخه.

۲- بيا به په زړه کړې پرته له تلفظ کولو څخه د هغه لمانځه نیت کوي چې د کولو اراده یې لري.

۳- بيا تکبير تحریمه وايي، او وايي چې: الله اکبر، یعنی الله لوى دى، او د تکبير د ويلو په وخت کې خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کوي.

۴- بيا د سینې د پاسه د ښي لاس ورغوی د چپ لاس په شا باندی ږدي.

۵- بیا شروع کوي او وایي: اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي كما يُنقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد».

ای الله ما له ګناهونو څخه داسې جلا کړه لکه څنګه چې تا ختيځ له لویدیځ څخه لرې کړی، ای الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له کثافاتو څخه پاکیږي، ای الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره پاک کړه.

یا وایي: سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَرَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُکَ.

اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته .

۶- بیا تعوذ وايي: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ .

زه الله ته پناه وروړم له رټلي شیطان څخه. ۷- بیا بسم الله او د فاتحې سورت لولي، نو وایې: ﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ 1

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى. الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2

ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ 3

ډېر زيات مهربان، همیشه رحم كوونكى دى مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ

د بَدلې د ورځې مالك دى 4 إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ 5

مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو اهدِنَــــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ 6

ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ 7﴾

د هغو خلکو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ نه غضب کړای شوى دي او نه ګمراهان دي. [سورة الفاتحة:1-7].

بيا وايي: (آمين) يعنې: اې الله قبول یی کړه.

۸- بیا دې هغه قران ولولي چې ورته اسان وي او د سهار په لمانځه کې دې تلاوت اوږدوي.

۹- بیا رکوع کوي، یعنې: د الله د تعظیم لپاره سر ښکته کوی ، او د رکوع په وخت کې تکبیر وایي، او لاسونه د اوږو پورې پورته کوي. او سنت دا دي چې: خپله شا اوږده کړي(همواره)، او خپل سر ور سره برابر کړي، او لاسونه پر زنګنونو کېږدي او ګوتې يې جلا سره وي.

۱۰- په رکوع کې درې ځلې: «سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيْمِ» وايي او که دا ووايي: « سبحانك اللهم وبحمدك، اللهم اغفر لي(۱). نو غوره ده .اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.

۱۱- بیا خپل سر له رکوع څخه پورته کوي او وایی: سمع الله لمن حمده " الله د ثنا ویونکو ستاینه واورېده." بیا لاسونه پورته کوي تر اوږو پوري، او مقتدي دا نه وايي: " سمع الله لمن حمده " بلکه وايي: ربنا ولك الحمد ، "زموږ ربه ستاینه خاص تا لره ده."

۱۲- بیا له پورته کیدو وروسته وايي: : «ربنا ولك الحمد، ملء السماوات والأرض، وملء ما شئت من شيء بعد».

"زموږ ربه ستا ستاینه ده، د آسمانونو او ځمکې د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندازه چې تاسو یې غواړئ."

۱۳- بیا لومړۍ سجده کوي، او د سجدې پر مهال وایی: الله أكبر"الله لوی دی" او په اوو غړو سجده کوي:

تندی سره د پزې، لاسونه، زنګنونه، د پښو سرونه، او خپلې مټې به له اړخونو څخه لرې ساتي، څنګلي به په ځمکه نه خپروي، او د ګوتو سرونه به قبلې ته مخامخ کوي.

۱۴- په سجده کې درې ځلې: " سبحان ربي الأعلى "وايي او که یې دا الفاظ ورزیات کړل: "«سبحانك اللهم ربنا وبحمدك، اللهم اغفر لي " نو غوره ده.

اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تالره دي، یا الله ما ته بخښنه و کړه.

۱۵- بیا له سجدې څخه سر پورته کوي او وایي: الله أكبر (الله لوی دی).

۱۶- بیا د دواړو سجدو په مینځ کې په چپه پښه کښیني، ښۍ پښه ودروي، خپل ښی لاس د خپل ښۍ پښې په ورون زنګون ته نږدې ږدي، او د ښي لاس سلطانۍ او خچه (څلورمه او پنځمه) ګوته کلکې نیسی، غټه او منځنۍ ګوتې سره حلقه کوي، او د دعا په وخت کې د شهادت ګوتې سره اشاره کوي، او خپل کیڼ لاس د ګوتو په خپرولو سره په چپ ورون ږدي په هغه ځای کې چې زنګون ته نږدی دی.

۱۷- د دوو سجدو تر منځ د ناستې په وخت کي وايي: «رب اغفر لي، وارحمني، واهدني، وارزقني، واجبرني، وعافني».

" ای ربه، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه، ما ته روزي راکړه، زما په زړه پټۍ ولګوه، او زما حفاظت وکړي."

۱۸- بيا لکه د لومړۍ سجدې به څېر دویمه سجده کوي، او د سجدې پر مهال تکبير وايي.

۱۹- بیا له دویمې سجدې څخه پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او دویم رکعت لکه د لومړي رکعت په څیر اداء کوي، مګر دا چې په هغه کې استفتاحیه دعا نه وایی.

۲۰- بیا د دویم رکعت له پای ته رسیدو وروسته کښيني او وايي: الله اكبر، «الله لوی دی» او کښيني څرنګه چی د دوو سجدو په منځ کې ناست و.

۲۱ - په دې ناسته کې تشهد ويل کيږي او وايي : «التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، اللهم صلِّ على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد. أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال»،

«ثنا، ستاینه او پاکي الله لره دي، ای نبي! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل لایق د عبادت نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پرکورنۍ دې چې لورولی ، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې .ای الله !پر محمد او دهغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او دهغه پرکورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې . زه د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنو او د دجال له فتنو څخه په الله پناه غواړم.» بيا له خپل رب څخه د دنيا او آخرت د خير غوښتنه کوي.

۲۲- بیا ښي اړخ ته سلام اړوي وایي: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) او چپ طرف ته هم همداسې.

۲۳ – که لمونځ درې یا څلور رکعتي وی، د لومړي تشهد په پای کې «أشهد أن لا إله إلا الله، و أشهد أن محمداً عبده ورسوله». یعنی زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی» توقف کوي.

۲۴- بیا پاڅیږي او وایي: الله أكبر «الله لوی دی» او په دې وخت کې د اوږو پوری لاسونه پورته کوي.

۲۵- بيا خپل پاتې لمونځ لکه د د دویم رکعت په څېر ادا کوي، خو د فاتحې په ویلو بسنه کوي.

۲۶ – بیا په متورک شکل کینی نو خپله ښی پښه ودروي او چپه پښه به له ښۍ پښې د ساق لاندې تیروی او خپل مقعد به په ځمکه نښلوی، او لاسونه به په ورنو کېږدی په هغه طریقه لکه څنکه یې چې په تشهد اول کې ایښي وو.

۲۷ – په دې ناسته کې ټول تشهد ويل کيږي.

۲۸- بیا شې لورې ته سلام اړوي وایې: «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته» او چپ طرف ته هم.