ج- یوولس سنتونه دي، په لاندې ډول:
۱- د تکبیر تحریمې له ویلو څخه وروسته باید ووایي: « سُبْحَنَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَکَ اسْمُکَ ،وَ تَعَالَی جَدُّکَ وَلَا اِلَهَ غَيْرُک.ای الله پاکي او ستاینې یواځې تا لره دي او نوم دي مبارک دی،شان دې لوړدی او له تا پرته بل معبود نشته.او دی ته د استفتاح دعا ویل کیږي.
۲. تعوذ: اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَنِ الرَّجِيْمِ . پناه وړم الله ته له رټلي شیطان څخه
۳. بسم الله پوره ویل(بسم الله الرحمن الرحیم)
۴- د آمین ويل.
۵- له فاتحې وروسته د سورت لوستل.
۶- د امام لپاره په لوړ آواز قراءت کول.(جهري لمونځ کې)
- له سمع الله لمن حمده څخه وروسته: "ملء السَّمٰوات، وملء الأرض، وملء ما شئت من شيء بعد". وییل : یعنې ؛د آسمانونه په اندازه، د زمکې په اندازه، او د هر هغه څه چې ته یی غواړې د هغی په اندازه. (دې حمد او ثنا وي )
۸- د رکوع په تسبيح کې له يو ځل څخه زيات وییل: یعني: دویم او دریم ځل تسبیح او یا له دې څخه ډیر.
۹- په سجده کې له یو ځل څخه زیاد د تسبیحاتو وییل
۱۰- هغه څه چې د دوو سجدو په منځ کې یې له یو ځل څخه زیات ووایی: رب اغفر لي، یعنی ای ربه ما وبخښه.
۱۱- ۱۱- په وروستي تشهد کې د هغه پر کورنۍ، پر هغه او هغوی باندې درود او سلام او له هغه وروسته دعا.
څلورم: فعلی سنتونه، او هیئات بلل کېږي:
۱- تکبیر تحريمې سره د لاسونو پورته کول.
۲- او د رکوع پر مهال.
۳- د ركوع څخه د پورته کیدو پر مهال.
۴- او له هغه وروسته یې ښکته کول.
۵- ښي لاس په چپ لاس باندی ایښودل.
۶- د سجدې ځای ته کتل.
۷- د ودریدلو پر مهال د پښو جلا کول.
۸- په خپلو لاسونو يې زنګونونه کلک نیولي وي، په داسی حال کی چی ګوتې يې په رکوع کې پرانستې وي،او ملا یې همواره اوږده کړې وي او سر یې هم د ملا سره برابر نیولی وي.(نه کښته وي او نه پورته)
۹- د سجدې غړي باید زمکې باندې د سجدې پر ځای ونښلوي.
۱۰- مټې له تشو څخه جلا کول، او خیټه له ورنونو څخه او ورنونه له پنډیو څخه، او د پنډیو او دزنګونونو تر مینځ جداوالی،او د پښو نیغ درول، د پښو د ګوتو ګیډې په ځمکه کېښودل پداسې حال کې چې سره جلا وي، او لاسونه د اوږو برابر اېښودل په داسې حال کې چې ګوتې خورې او یو بل سره نښتې وي.
۱۱- د دوو سجدو تر منځ غوړیدلی کیناستل، او په لومړي تشهد کې هم او په دویم کې تورک کول.(چپه پښه د ښۍ پښې د لینګي څخه لاندې کړې او ښۍ پښه نیغه ودروې او په چپ کوناټي کښینې. دې ته تورک وایې)
۱۲- د دواړو سجدو په منځ کې لاسونه په غځیدلی شکل باندی په ورنونو ایښودل، او د دو سجدو په منځ کې ګوتې باید یو بل سره نښتی وي، او همدا رنګه په تشهد کې هم، مګر دا چې د ښي لاس سلطانۍ او خچکۍ (څلورمه او پنځمه) ګوتې ونیول شي، غټه او منځنی ګوتې سره حلقه کړاي شی، او د الله ذکر په وخت کې د شهادت ګوتی سره اشاره وشی.
۱۳- د سلام په وخت کې ښي او چپ لوري ته مخ کول.