۲۲. پوښتنه: د لمانځه واجبات ذکر کړئ؟

ج- د لمانځه واجبات اته دي، او په لاندې ډول دي:

۱- د تکبیر تحریمې څخه پرته نور تکبیرونه.

۲- د (سمع الله لمن حمده) وییل، د امام او ځانته لمونځ کوونکي لپاره.

۳- د (ربنا و لک الحمد) وییل.

۴- د (سبحان ربي العظیم) ويیل، یو ځلې په رکوع کې.

۵- د (سبحان ربي الاعلی) ويیل، یو ځلی په سجده کې.

۶- د (رب اغفر لی) ويل، د دوو سجدو په مینځ کې.

۷- لومړی تشهد.

۸- د لومړي تشهد لپاره ناسته.