۱۵. پوښتنه: څه شی پر جرابو مسح کول ماتوي؟

ج ۱- د مسحې کولو د مودې ختمېدل، د شريعت د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته په موزو باندې مسح کول روا ندي، د مقیم لپاره يوه ورځ او يوه شپه، او درې ورځې او شپې د مسافر لپاره.

۲- د موزو (خفينو) ويستل، كه څوک له مسحې كولو وروسته د دواړو پښو موزې يا يو له هغو څخه وباسي نو مسح يې باطل ده.