۱۳. پوښتنه: پر ماسیو (خفین) د مسحې کولو شرطونه کوم دي؟

ج- ۱- د موزو (خفینو) اغوستل د پاکوالي په حالت کې، يعني له اودس نه وروسته.

۲- موزې (خفین) بايد پاکې وي نو په ناپاک مسح کول روا ندي.

۳- موزې (خفینو) بايد هغه ځای پټ کړی وي چې په اودس کې یې وینځل لازم وي.

۴- مسح بايد په ټاکلې مودې کې وي، د مقیم او غير مسافر لپاره: یوه شپه او ورځ، او د مسافر لپاره: درې ورځې او شپې.